جوزجان کې د شبرغان ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ لمریزکال په دویمه ربعه کې یې نږدې ۱۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د شبرغان ښاروال مولوي فضل المنان عمري رسنیو ته ویلي، چې دغه عواید د ثابتو او غیرثابتو عایداتي سرچینو د ښاري خدمتونو، د دوکانونو د صفايي او نورو عایداتي سرچینو له لاري راټول کړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد عواید د تېرې ربعې په پرتله ۵۰ سلنه زیات شوي، چې لامل یې د ښاروالۍ د مسوولینو او کارکوونکو نه ستړې کېدونکي هڅې دي.



































