د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د کونړ زلزله ځپلو ته د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ژمنیو توکو، خېمو او د پخلنځي وسایلو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د مسوولینو د مالوماتو پر بنسټ، دغه مرستې به د کونړ، ننګرهار او لغمان پر شاوخوا دوه زره زلزله ځپلو کورنیو ووېشل شي، چې هرې کورنۍ ته د نږدې ۱۸ زره افغانیو په ارزښت غیر خوراکي توکي وېشل کېږي.



































