د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، چې د انګور اډې لار له دوو کلونو ځنډ وروسته د سوداګرۍ او موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه. نوموړي ویلي، د دې لارې پرانیستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي فعالیتونه پياوړې کړې. نږدې دوه کاله کېږي، چې د انګور اډې لار د سوداګرۍ پر مخ تړلې وه. خو ویل کېږي لا هم دغه لار په بشپړ ډول نه ده پرانیستل شوې او پر دغه لار له تېرېدونکو موټرو او مسافرو د پاسپورټ غوښتنه کیږي.




































