د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه به د روانې اکتوبر میاشتې پر اوومه نېټه ترسره شي. د روسي رسنیو د راپور له مخې زاخارووا ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او بلاروس ځانګړي استازي ګډون وکړي. ماریا زاخارووا ویلي چې دا غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پرانیستونکې وینا پیل شي، او امیرخان متقي به د دې غونډې په څنډه کې له لاوروف سره وګوري.



































