د نورو کلونو په پرتله سږ کال په خوست ولایت کې د املوکو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی. د یاد ولایت کروندګر وايي، خوښ دي، چې دغه ولایت کې د نورو میوو ترڅنګ املوک هم ښه حاصل ورکوي. دوی زیاتوي، چې د یاد ولایت اب و هوا د املوکو د کر ترڅنګ د بېلابېلو میوو د ښه حاصلاتو ورکړه لپاره مناسبه ده. کروندګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له مسوولینو مننه کوي، چې د دواوو او درملو ورکړې سره سره وخت ناوخت د غوره کر لپاره مناسبې لارښوونې هم ورکوي. د کرنې ریاست مسوولین د املوکو د حاصل زیاتوالي لاملونه د طبیعي پېښو نشتون، پر وخت د درملو رسېدنه او بزګرانو ته د غوره بڼوالۍ په هکله د عامي پوهاي ورکړه یادوي.



































