د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ويلي، چې سږ کال به له دغه ولایت څخه ۲۷۴ زره ۷۲۵ ټنه انار راټول کړل شي. د یاد ولایت د کلیو، بیاغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول محمد حنیف حقمل ویلي، چې روان کال د کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي او له دې څخه به ۲۷۴ زره ۷۲۵ ټنه حاصلات ترې راټول کړل شي. د حقمل په وینا، سږني حاصلات نه یوازې د تېر په پرتله زیات شوي؛ بلکې د کیفیت له پلوه هم لوړ دي، ځکه چې له نباتي ناروغیو او افتونو څخه پاک دي. نوموړي زیاته کړه، چې دا حاصلات به له ارغنداب، ژړۍ، شاولي کوټ، ډنډ، پنجوايي، دامان، ارغستان او میوند ولسوالیو څخه راټول کړل شي.



































