د هرات ولایتي چارواکو ويلي، نږدې ۱۳ زره کسان چې په دې وروستیو کې له ایرانه را ایستل شوي، دا مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په بېلابېلو فابریکو کې بوخت دي. د هرات صنعتکاران وايي، د دغو تازه راستنو شویو له جذب سره یې د خپلو ټولو کارکوونکو معاشونه ۳۰ سلنه لوړ کړي دي. یو شمېر راستانه شوي کارګر وايي، له کلونو کډوالۍ او بېروزګارۍ وروسته خوښ دي چې اوس په خپل هېواد کې د عاید سرچینه لري. هرات کې یوې نوې صنعتي کارخونې چې تازه یې فعالیت پیل کړی، مسوول یې وايي، لسګونو راستنو شویو ته يې د کار زمینه برابره کړې او د معاشونو د زیاتوالي لړۍ یې هم پیل کړې ده.



































