د ایران د خراسان رضوي ولایت مرستیال والي امیرالله شمقدري اعلان کړی چې سږکال ۸۰ سلنه افغانان چې په ناقانونه توګه دغه ولایت کې مېشت وو، د دوغارون له لارې خپل هیواد ته ستانه شوي دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې پرون امیرالله شمقدري د تایباد له والي سره په لیدنه کې ویلي چې لا هم د افغانانو د ایستلو لړۍ روانه ده. د هغه په خبره، په منځنۍ کچه د ورځې له ۲ تر ۳ زرو افغانان له دوغارون لارې خپل هېواد ته ستنېږي. نوموړي زیاته کړې، چې ۹۰ سلنه ستنېدونکي په خپله خوښه ځي او یوازې ۱۰ سلنه یې د ایراني پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته ایستل شوي دي. شمقدري زیاته کړې چې په دوغارون پوله کې د کډوالو د ثبت او بایومتریک سیسټم بشپړ شوی او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



































