د افغانستان بانک مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۴ کلونو کې یې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ له بازاره راټولې او سوځولې دي. د افغانستان بانک ویاند، حسیبالله نوري پرون په یوه ویډیويي پیغام کې له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د بانکنوټو په ساتنه او سم استعمال کې پام وکړي، څو تر ټاکلي وخت وړاندې لهمنځه لاړې نهشي. نوموړي زیاته کړې، چې د بانکدارۍ ډیجیټلي کېدل د افغانستان بانک له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه له خلکو وغوښتل چې د برښنایي کارتونو په ترلاسه کولو سره د ډیجیټل بانکوالۍ خدماتو په پراخېدو کې له دغه بانک سره همکاري وکړي.



































