د هوا پیژندنې ادارې نن په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندز، بامیان، میدان وردګ، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو د باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د یوه بل خبر له مخې د جمعې پر شپه د هېواد یوشمېر ولایتونه د سختو بارانونو، ږلۍ او سېلابونو شاهدان وو. د کابل، کاپیسا، لغمان، ننګرهار او خوست په ګډون څو ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.



































