حماس د اکتوبر په ۳مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندې شوی شل فقره ییز پلان ته غبرګون وښود او و یې غوښتل چې د همغږی کوونکي پر مټ د غزې شخړې د ختمېدو لپاره خبرې اترې سملاسي پيل شي. ټرمپ په همدې ورځ په ټولنیزو رسنیو کې له اسرائیل څخه وغوښتل چې پر غزې تړانګې بمبارې سمدلاسه بنده کړي.
حماس په اعلامیه کې د ټرمپ له پلان سره څه موافقه کړې؟
د امریکا سپینې ماڼۍ د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په یوه خپاره شوي سند کې د شل فقره ییز پلان کلیدي محتویات په ډاګه کړي دي.
په سند کې راغلي چې د اوربند په بدل کې اسرائیلي بندیان خوشي کېدل، له غزې څخه د اسرائیلي پوځيانو ګام په ګام وتل، د غزې لپاره د نړیوال نظارت ترتیب برابرېدل، د حماس بې وسلې کېدل او د غزې بیا رغونه د ټرمپ د شل فقرییز پلان مهم ټکي دي.
حماس په څرګنده توګه د یاد پلان له دوو ټکو سره موافقه کړې چې لومړی، د دې پلان په چوکاټ کې ټول اسرائیلي بندیان او جسدونو سپارل؛ دوهم، د غزې مدیریت ټیکنوکراټو فلسطینیانو ته سپارل دي.
د رام الله سیاسي شنونکي منصور په اند، د ټرمپ پلان ته د حماس غبرګون معقول او هوښیار دی.
ده ویلي چې د حماس په اعلامیه کې د بندیانو د خوشي کولو او د غزې مدیریت حق د سپارلو په شمول محتویات په ډاګه شوي، خو د مقاومت ډلو د بې وسلې کولو له حساسې موضوع څخه یې ډډه کړې ده.
منصور اشاره وکړه، د حماس موخه دا ده چې له فشارونو او نړیوالو افکارو سره سره د خپل سیاسي او پوځي موجودیت قانونیت وساتي.
حماس تر جګړې وروسته د غزې مدیریت په اړه موافقه کړې چې دغه حق دې یو داسې خپلواک فلسطیني ارګان ته ورکړل شي چې د ملي توافقاتو پر بنسټ جوړېږي او د عربي او اسلامي هېوادونو ملاتړ لري، نه د ټرمپ او څو کسانو له خوا جوړېدونکې تش په نوم د سولې شورا ته.
د غزې سیاسي شنونکی عبدالله دا نظر لري، حماس غواړي له دې لارې دوې موخې ترلاسه کړي، یوه دا چې خپل سیاسي او پوځي موجودیت وساتي او بله دا چې تر جنګي فشار لاندې د ځان لپاره نور زیات وخت ومومي.
حماس په اعلامیه کې په ډاګه کړې چې د غزې د راتلونکي او د فلسطینیانو د پراخو حقونو په اړه ټول موضوعات باید د فلسطیني ملت په چوکاټ کې د نړیوالو قوانینو او پرېکړو له مخې حل شي، حماس يې برخه وي او خدمت به وکړي.
شنونکي عبدالله په دې اړه ویلي، له دې څخه ښکاري، حماس نه غواړي د غزې له راتلونکي مدیریت څخه بې برخمن شي.
د رام الله سیاسي شنونکي منصور ویلي: سره له دې چې اسرائیل او امریکا د حماس غبرګون د شل فقره ییز پلان رسمي منل نه بولي، خو دا ښايي د دوی ترمنځ د خبرو اترو لپاره احتمالي کړکۍ پرانیزي.
د شانګهای د بهرنیو ژبو پوهنتون د منځني ختیځ د څېړنیزې ادارې مرستیال څېړونکي باو چنګ جانګ وویل، اوس په غزه کې د اوربند جریان له درېیو ننګونو سره مخ دی، لومړی دا چې دواړه خواوې د بندیانو لیست، امنیتي لارې او مهالویش په اړه لا هم اختلافات لري. دوهم دا دی چې د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو بریالیتوب په دې پورې اړه لري چې ایا امریکا کولای شي اسرائیل اړ کړي چې سازش وکړي، آیا د حماس په دننه کې د واکونو کمښت منلی شي که نه. دی وايي، درېیم کلیدي اختلاف دا دی چې اسرائیل د حماس پر بې وسلې کولو ټينګار لري، خو حماس دا غوښتنه رد کړې او غواړي چې له غزې څخه د اسرائيل ټول عسکر په بشپړه توګه وباسي. واشنګټن داسې اختلافات نه شي حلولای. د دغو ننګونو پر وړاندې، د ښکیلو خواوو ترمنځ د اوربند تړون رامنځته کېدو ته ډېر نامعلوم عوامل راپاورل شوي دي.



































