د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د ۴۲ میلیونه او ۴۵۰ زره او ۲۱۵افغانیو په لګښت د ښاري پلان د سړکونو د قیر چارې پیل شوې. د زرنج ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه سړکونه څه باندې ۳.۳کیلومتره اوږدوالی او ۹ متره سور لري، چې د زرنج ښاروالۍ له بودجې څخه به د څلور نیمو میاشتو په موده کې جوړ شي.



































