له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره ويلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې د ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۷۲۱ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، د لومړنیو مالوماتو لهمخې د ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۳ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي او همداراز ۵ کیلومتره سړک او ۲۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.



































