د لغمان په مرکز مهترلام کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مطبوعاتي مسوول انجنیر سید عنایت الله سادات ویلي، چې دغه پل د مرکز مهترلام ښار اړوند زیارت کلي کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. د نوموړي په وینا، دغه پل ۱۰۰ متره اوږدوالی ۹.۵ متره سور لري او په جوړېدو سره به یې ۱۰ زره کورنیو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي. د یاد پل د جوړولو چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.



































