د سرپل په سانچارک، ګوسفندي او سوزمه کلا ولسوالیو کې د څه باندې ۵۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو ۱۲ شبکو چارې پيل شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د دې شبکو په جوړېدو سره به ۳ زره او ۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا کړي. د یادو ولسوالیو اوسېدونکي هم د دغو پروژو د تطبیق هرکلی کوي او د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست او موسسو د هڅو له امله مننه کوي.



































