د المان د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی ترڅو د افغان حکومت له چارواکو سره د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د اخراج په اړه خبرې وکړي. الماني رسنیو راپور ورکړی چې دغه پلاوي د کورنیو چارو وزارت له مرستیال محمد نبي عمري سره له المان څخه افغانستان ته د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د لیږد په اړه کتلي دي. افغان حکومت تر اوسه کابل ته د الماني پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ويلي.



































