د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په نهرین او خنجان ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو درې کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د ریاست د انجینرۍ مسوول، انجینر وسیم رشیدي ویلي، یادې پروژې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ پلې شوې دي. د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د اوبو لګولو ۱۶۰۰ متره کانالونه جوړ شوي، چې په بشپړېدو سره به یې د نهرین او خنجان ولسوالیو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې به مرسته وکړي.





























