د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې دوه اړخیزه غونډه کړې ده. دواړو لورو د افغانستان پر امنیت، ثبات او سیمه ییزو همکاریو خبرې کړې دي. لاوروف د افغانستان په کوردننه ثبات او له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د ا.ا د مبارزې هرکلی کړی او په دې برخه کې د لا زیات بریالیتوب هیله یې څرګنده کړې ده. متقي بیا د روسیې له لوري د ا.ا د رسمیت پېژندنې مننه کړې او دا یې یو تاریخي اقدام یاد کړی. هغه زیاته کړې چې په سیمه کې د تلپاتي ټیکاو او امنیت پرته پرمختګ ناشونی دی.



































