د فلسطين او اسرائيل ترمنځ پر روانې شخړې دوه کاله واوښتل، چې په بهیر کې يې څه باندې ۶۷ زره فلسطينيان وژل شوي، سلګونه زره ټپيان شوي او څو ميليونه نور بې کوره شوي دي. د غزې متزلزل او کړکېچن وضيعت او هلته د جګړې له امله رامنځته شوی اوږدمهاله بشري ناورين د نړۍ ډېره پاملرنه راجلب کړې ده. نړيواله ټولنه د غزې د دوه کلنې شخړې په بهیر پر دې ژور فکر کوي، چې غزه کې باید څنګه اوربند ته لاره هواره او شته ستونزې حل شي.
دوه کلنې شخړې د غزې خلک له سخت بشري ناورين سره مخ کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې راپور ښيي، چې په غزې تړانګه کې له هرو ۳ کورونو څخه يو یې ويجاړ شوی، د زېربناوو سيسټمونه پکې په ټپه درېدلي، برق يې پرې شوی، د اوبو سیسټم یې ويجاړ شوی او ډېری روغتونونه مجبوراً تړل شوي دي. په غزه کې خلک د خوړو او درملو له کمښت او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي او ګڼ شمېر ماشومان يې کافي غذا ته لاسرسی نه لري او هم خلک یې د رواني ناروغيو له ګواښ سره مخ دي. غزې ته د بشري مرستو دهليزونه څو ځلې تړل شوي، د مرستندويه موټرو پر کاروانونو بريدونه شوي او د نړيوالې ټولنې د اوربند غوښتنې څو څو ځلې حقیقتونو ماتې کړې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش غزه د ځمکنۍ کرې تر ټولو لویه هديره بللې ده.
د غزې ملکي وګړو ته ورکړل شوې سخته ډله ييزه سزا له نړيوالو قوانينو سره په ټکر او هم انساني اخلاقو څخه سرغړونه ده. د غزې د شخړې تجربه نه يوازې د سيمې امنيت پورې تړاو لري، بلکې دا د انسانانو پر وړاندې اخلاقي بحران هم انعکسوي.
اسرائیل له تېرو دوو کلونو راهیسې پر غزې مسلسل بريدونه د ګواښونو د له منځه وړلو يوازينۍ لاره او د غزې خلکو ته ډله يیزه سزا د انتقام يوازينۍ وسيله بولي. خو په حقیقت کې دغې کړنې یې نه يوازې دغه هېواد ته خونديتوب نه دی برابر کړی، بلکې د جګړې له زياتو بارونو سره یې هم مخ کړی دی او هم يې خلک ناارامه او له امنيت بې برخې شوي دي. د دې ترڅنګ په نړۍ کې د فلسطين د رسميت پېژندنې لړۍ هم پیل شوې او اسرائیل ورځ تر بلې منزوي کېږي. د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د اسرائیل پر خلاف لاريونونه شوي او هر ځای کې د غزې د اوربند غوښتنې شوې دي. د چين په ګډون يو شمېر هېوادونه د جنګ ښکيلې خواوې هڅوي، چې د سولې خبرې وکړي او د دوو هېوادونو لايحه عملي کړي.
حماس له اسرائیل سره له غير مستقيمو مذاکراتو وروسته ويلي، چې په مذاکراتو کې يې مثبت پرمختګونه شوي دي. که څه هم ستونزې شته، خو بیا هم د هواري څرک يې لګیدلی دی. شنونکي پدې اند دي، چې دواړه خواوې دې په اوسني کليدي پړاو کې زغم ولري، په عملي رويې دې مذاکرات وکړي، د خبرو تمايل ته دې دوام ورکړي او د سولې تړون د رامنځته کېدو لپاره دې زمينه برابره کړي. برسيره پردې نړيواله ټولنه دې د غزې د هراړخيز اوربند لپاره هڅې ګړندۍ کړي او هغه اصل چې (( فلسطين به د فلسطینيانو له لوري مديريت کېږي)) په رښتيني ډول عملي کړي.
غزه او د اردن سيند لوېديځه غاړه د فلسطين د خاورې نه بېلېدونکې برخې دي، نو ځکه له جګړې وروسته د دې ځايونو د مديريت او بيارغونې چارې باید فلسطينيانو ته د درناوي پر اساس ترسره او د ملت حقه حقونه يې خوندي وساتل شي. دغه راز د دوو هېوادونو پر لايحې باید ټينګار وشي، فلسطين باید په رسميت وپېژندل شي او باید د ملګرو ملتونو رسمي غړی شي.
سوله په انتظار نه راځي او د عدالت غوښتنې هڅې باید ونه ځنډېږي. د فلسطين او اسرائيل ترمنځ سوله د زور ختمېدو او د دايمي خوندیتوب د رامنځته کېدو يوازينۍ لاره ده او نړيواله ټولنه باید پر همدې لوري ټينګار ولري.



































