د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستۍ شخړې یو ځل بیا څرګندوي چې د جګړې او احساساتي غبرګونونو دوام د هېڅ هېواد په ګټه نه دی. په وروستیو ورځو کې د پاکستان له لوري د افغانستان د هوایي حریم نقض او د کابل په ځینو سیمو برید د دواړو ملتونو تر منځ د بېباورۍ اور ته تېل ورواچول. دا کړنه نه یوازې د نړیوالو اصولو خلاف وه، بلکې د افغان حکومت او ولس سخته غوسه یې هم راوپاروله. په غبرګون کې د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي عملیات ښيي چې افغانستان نور د خپلو خاورې د دفاع په برخه کې بېپروا نهشي پاتې کېدای. خو له نېکهمرغه، دا شخړه ژر ودریده او دواړو لورو د زغم لار خپله کړه.
په اوسني وضعیت کې، دواړه هېوادونه باید دا درک کړي چې جګړه، برید او احساساتي چلند د سیمې د ثبات پر ځای لا ګډوډي زیاتوي. افغانستان او پاکستان د اوږدې پولې، ګډو اقتصادي اړتیاوو، مذهبي اړیکو او تاریخي تړاوونو له امله نهشي کولای یو د بل له اغېزو ځان بېل وساتي. هر نظامي اقدام، که د یوه هېواد لهخوا وي یا د بل، په نهایت کې د دواړو ملتونو ژوند اغېزمنوي او د سیمې د سولې فضا تخریبوي.
په دې ټولو حالاتو کې د پاکستان مسوولیت تر ټولو دروند دی، ځکه د یوه خپلواکه هېواد د فضایي حریم نقضول د نړیوال قانون له مخې یو ښکاره تیری دی. که اسلاماباد رښتیا غواړي د سیمې امنیت خوندي پاتې شي، باید د داسې بېپروا کړنو څخه لاس واخلي او د اعتماد فضا بېرته راژوندۍ کړي. افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د سولې، ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي غوښتونکی دی، خو دا غوښتنه هغه وخت عملي کېدای شي چې دواړه خواوې د یو بل مشروعیت ومني او د یو بل په کورنیو چارو کې لاس وهنه پای ته ورسوي.
له بلې خوا، افغان حکومت هم باید په زغم، تدبیر او سیاسي هوښیارۍ سره د ستونزو د حل لاره خپله کړي. د جګړې او انتقام پر ځای باید ډيپلوماټیک میکانیزمونه فعاله شي، ګډې غونډې جوړې شي، او دواړه هېوادونه د امنیتي، اقتصادي او ترانزیټي همکاریو له لارې خپل باور بېرته ورغوي.
د دواړو هېوادونو ملتونه له اوږدې مودې راهیسې د جګړو، بېثباتۍ او اقتصادي کړاوونو قرباني دي. اوس وخت رارسېدلی چې کابل او اسلاماباد د عقل او منطق پر بنسټ د خبرو مېز ته کښیني او دا درک کړي چې د تاوتریخوالي دوام یوازې د دریمو قوتونو په ګټه دی.
افغانستان او پاکستان کولای شي له همکارۍ څخه هغه ثمره ترلاسه کړي چې جګړه یې هېڅکله نه شي ورکولی. د ګډو اقتصادي پروژو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو، د ترانزیټي دهلیزونو او د خلکو تر منځ د باور فضا د بیا رامنځته کولو له لارې دواړه هېوادونه نه یوازې خپلې ستونزې حل کولای شي، بلکې د سیمې د سولې او پرمختګ بنسټ هم کېښودلای شي.
اوس د دواړو هېوادونو مشران باید له تېر تاریخ څخه زدهکړه وکړي. هغه سیاستونه چې د تاوتریخوالي او شک پر بنسټ ولاړ دي، باید ځای د همکارۍ او متقابل درناوي سیاست ته پرېږدي. د جګړې وسلې د خبرو وسایلو ته واوړي، ځکه یوازې خبرې، منطق او زغم کولای شي دا ناورین ختم کړي.
په پای کې دا حقیقت باید هېر نهشي چې افغانستان او پاکستان نه شي کولای یو د بل له جغرافیې او ملتونو ځانونه بېلاري کړي. د سولې یوازینۍ لاره د تفاهم، زغم او متقابل درناوي له لارې ده. د دواړو هېوادونو مشران او ملتونه باید دا درک کړي چې د یو ملت د تباهۍ درد د بل ملت د خوښۍ لامل نهشي کېدای. د سیمې راتلونکی د ګډ کار، اعتماد او دوامدارې سولې په لور ګام اخیستو کې پروت دی.



































