په استانبول کې د افغانستان د اوسني حکومت او د پاکستاني لوري تر منځ روانې څو ورځنۍ خبرې اترې د سیمې د امنیت لپاره یوه مهمه کړکۍ ده؛ ځکه دواړه ملتونه ګډ دردونه، ګډې تاریخي اړیکې او ګډ برخلیک لري. خو له بده مرغه، هغه څه چې د سولې له مېز څخه ښکاري، د نیتونو په تله کې توپیر دی. افغان لوری د سولې ریښتینی غوښتونکی دی او غواړي چې دا خبرې پایلې ولري، خو پاکستان په تکراري ډول د خبرو د ګډوډولو هڅه کوي او داسې شرطونه وړاندې کوي چې ښکاره هدف یې د مذاکراتو ناکامي ده، نه حل.
افغانستان بیا بیا ښودلې چې د سولې دروازې یې پرانستې دي، نه د کمزورۍ له امله، بلکې د خپلې ملي تګلارې او عالي هدف له مخې. دا ملت د جګړې له ویرې نه د سولې لور ته ځي، بلکې د سولې له ارزښت او د راتلونکي نسل د هوساینې لپاره هڅې کوي. دلته کوم شاتګ نه شته، کوم مجبوریت نه شته، بلکې یو اصولي، ملي او تاریخي دریځ دی چې له ځواک سره مل دی. افغانان ډېر ښه پوهېږي چې سوله څه ارزښت لري، ځکه څلوېښت کلن اور، وینې، مهاجرت او ویجاړیو هېڅ ملت ته داسې ژور درک نه دی ورکړی لکه څومره یې چې افغانانو ته ورکړی دی.
خو ټوله نړۍ ګوري چې د پاکستان د چلند تر شا ځينې هغه پخوانۍ محاسبې، دښمنانه سیاستونه او غلط تحلیلونه لا هم ژوندی پاتې دي. د دې هېواد چارواکي اوس هم فکر کوي چې افغانستان د فشار، ګواښ او خیالي امتیاز په وسیله را ټیټیږي. دوی لا هم غواړي د خپلو ناکامو پالیسو قیمت د افغان ولس له اوږو پرې کړي. دوی داسې غوښتنې کوي چې د افغانستان حاکمیت، مشروع امنیتي ګامونه او د هېواد ملي ګټې تر سوال لاندې راولي، حال دا چې د افغانستان خلک او مشران د هېڅ داسې غوښتنې لاندې نه راځي چې د هېواد د ازادۍ او ملي ګټو خلاف وي.
افغانستان پر اصولو ولاړ دریځ لري: سوله غواړو، خو د ذلت نه؛ تفاهم غواړو، خو د حق په چوکاټ کې؛ ګډ ژوند غواړو، خو د برلاسۍ او فشار تر سیوري لاندې نه. افغانانو د تاریخ په اوږدو کې دا ثابته کړې چې که څوک ورسره په صداقت کې ګام واخلي نو دوی په صداقت سره ځواب ورکوي؛ خو که څوک د دوکې، فشار، مداخلې او توطیې نیت ولري، نو بیا د دې خاورې د خلکو غیرت او تاریخ داسې ځواب ورکوي چې نسلونه یې هېرولای نشي. افغانستان د سولې لار نه پرېږدي، خو که څوک یې له حقه د شا تګ لپاره مجبورول غواړي، نو بیا یې په جګړه کې ګامونه شاتګ نه لري. دا خبره تاریخ وايي، کوم احساسات دي.
د پاکستان لوري ته یو ځل بیا د یادونې وړ ده چې افغانستان د پخوا په څېر نه دی. نه یې خلک هغه بې وسه ولس دی چې د نورو د تصمیم تابع شي، نه یې دولت هغه بې ثباته جوړښت دی چې په هر فشار وخوځي. نن افغانان د خپلواکۍ، ملي تصمیم، او د ملي حاکمیت د ساتنې په مرحله کې دي. هېڅکله د جګړې ستړیا د افغان ولس عزم نه بدلوي، بلکې د سولې د نه منلو سیاستونه هم د دې ملت اراده نور هم کلکوي. که د پاکستان مشران د لنډمهالو نظامي او استخباراتي حسابونو پر ځای د دوو ملتونو په اوږدمهاله ګټه فکر وکړي، نو پوه به شي چې سوله د دواړو لپاره بری ده؛ جګړه او لاسوهنه یوازې ماتې زېږوي.
دا باید هېر نشي چې افغانستان هڅې کوي تر څو سوله وده وکړي، سیمه ییز ثبات ټینګ شي، سوداګري او ټرانزیټ پراخ شي، د خلکو ژوند ښه شي او ګډ فرصتونه رامنځته شي. د افغانستان لپاره سولې ته رسېدل نه یوازې د داخلي امنیت او پرمختګ لاره ده، بلکې د سیمې د اقتصادي راتلونکي اساس هم دی. خو که کوم لوری د ناوړه نیتونو سره د دې پروسې د ګډوډۍ هڅه کوي، باید پوه شي چې افغانستان د سولې څخه شاته نه ځي او که مجبور شي د خپلې خاورې، خپل عزت او خپل راتلونکي دفاع ته ولاړ دی.



































