د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې سږ کال به له دغه ولایت څخه د وچې مېوې صادرات نږدې ۵ زره مټریک ټنو ته ورسېږي. دغه شمېر تېر کال ۴.۵ زره مټریک ټنه و. د یاد ریاست په وینا، د پاکستان د ټرانزیټي لارې د تړل کېدو له امله اوس د افغانستان صادرات د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې د دغو محصولاتو د ټرانزیټ زمینه برابره کړې او اوس مهال له دغو بندرونو د افغانستان صادرات دوام لري. د انځرو، ممیزو، ابجوشې او بادامو په ګډون د کندهار وچه مېوه هند، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، مالیزیا او نورو هېوادونو ته صادریږي.



































