د ا.ا ویلي، په کندهار کې افغان ځواکونو په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو مذاکراتو ته د درناوي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د پاکستاني پوځیانو د پرون مازدیګر بریدونو ته ځواب نه دی ورکړی. د راپورونو له مخې د پاکستان په هاوانونو کې ملکي تاسیسات او یو سوداګریز مارکېټ په نښه شوی او په پایله کې یې پنځه کسان شهیدان شوي او ۶ نور ټپیان دي. پاکستاني لوري پرون داسې مهال پر سپین بولدک بریدونه کړي، چې استانبول کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات روان دي. ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پاکستان دا بریدونه د اوربند نقض یاد کړی او له پاکستان یې غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.



































