پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف په حواله راپور ورکړی، چې په استانبول کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات بېپایلې ځنډېدلي دي. خواجه اصف ویلي، دا خبرې اترې یوې نامعلومې مرحلې ته رسېدلي او د څلورم پړاو د ترسره کېدو لپاره تر اوسه هېڅ کوم پروګرام په پام کې نه دی نیول شوی.



































