د پنجشېر ولایت په مرکز بازارک کې د پارنده برېښنا بند د جوړېدو چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به د برېښنا تولید پیل کړي. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، چې دا بند څلور میګاواټه تولیدي ظرفیت لري او د ولایت د برېښنا اړتیا به پوره کړي. د دغه بند د جوړولو پروژه د اوکرایني متخصصینو او د «انتر ګلوبل میډل ایسټ» له خوا د ۷.۵ میلیونه ډالرو په لګښت عملي شوې ده.




































