د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو د ساکاریا په ښار کې د یوې لارۍ د تعقیب پر مهال شاوخوا ۲۴ افغان کډوال نیولي دي، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل. په راپورونو کې ویل شوي، چې د لارۍ چلوونکی هم د کډوالو د «غېرقانوني» لېږد په تور نیول شوی او عدلي ادارو ته معرفي شوی دی. د ساکاریا پولیسو نیول شوي افغان پناه غوښتونکي پرون د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکز ته انتقال کړي دي. ټاکل شوې، چې له اداري چارو وروسته به دغه پناه غوښتونکي افغانستان ته واستول شي.



































