د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي، چې نوی ډیلي هڅه کوي له افغانستان سره خپلې سفارتي اړیکې پیاوړې او لوړې کچې ته ورسوي. هغه ویلي، د ارزونې له بشپړېدو وروسته به د هند سفارت په کابل کې خپلې چارې په عادي ډول پرمخ یوسي. دا په داسې حال کې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال ویلي و، چې هند له افغانستان سره خپلې اړیکې سفارتي کچې ته لوړې کړې دي.



































