د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت اته کسیزه پلاوی ایران ته ولاړ. د یاد وزارت د دفتر رییس حسیبالله احمدي په مشرۍ دغه پلاوی، چې د عامې روغتیا وزارت اړوند مسوولین هم په کې شامل دي، په رسمي سفر ولاړ. د پلاوي موخه په تهران کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ګډو هڅو په اړه د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر UNODC د بلنې په اساس جوړې شوې غونډې کې ګډون کول ښودل شوي دي.



































