د پنجشېر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله ۷ سلنه زیات شوي دي. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس فضل الله دیوبند ویلي، چې سږکال په ټولیز ډول ۱۳۱.۵ متریک ټنه بادام ترلاسه شوي په داسې حال کې چې تېرکال دغه اندازه ۱۲۳ مټریک ټنه و. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال په ټول ولایت کې ۲۳۵ هکټاره ځمکه د بادامو بڼونه تر کر لاندې دي.



































