د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان د انرژۍ له پلوه د ناامنه هېوادونو په کتار کې دی. سرچینې ویلي، د افغانستان څه د پاسه ۸۰ سلنه اوسېدونکي باوري برېښنا ته لاسرسی نه لري. د یاد پروګرام په خبره، په افغانستان کې ګڼې کورنۍ د ورځنیو اړتیاو پوره کولو لپاره لرګي کاروي چې دا پر روغتیا او چاپېریال اغېز کوي. یو این ډي پي ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې پاکې او دوامدارې انرژۍ ته د لاسرسي په موخه د نوې کېدونکې انرژۍ سرچینو د پراختیا لپاره پروژې پیل کړې دي.



































