د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ملګرو ملتونو له استازي اندریکا رټواټه سره کتلي دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. محمد نعیم له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د جبري راستنېدونکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له افغان حکومت سره ګډ او عملي ګامونه پورته کړي. د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان د امنیت ټینګښت او لرې پرتو سیمو ته د خدمتونو د رسېدو ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې له مالي محدودیتونو سره سره، دغه سازمان به د افغانانو د ملاتړ او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره له افغان حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.



































