د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د دغې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیعالحق خالص په کابل کې د جاپان له سفیر سره په کتنه کې د اقلیمي بدلون، نړیوالو کنوانسیونونو او چاپېریالي همکاریو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د جاپان له مرستو مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې جاپان د افغانستان د چاپېریالي حقونو ملاتړ وکړي. کینیچي ماساموتو ژمنه کړې، چې د افغان کارکوونکو د روزنې او چاپېریال ساتنې په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.



































