د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه په افغانستان کې ۶۴۶۹ مرکزونه او تاسیسات پر لمریزې برېښنا سمبال شوي دي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې په دغو تاسیساتو کې ۵۴۶۲ روغتیايي مرکزونه او ۱۵۳ ښوونځي شامل دي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ وایي ۸۵۴ کاروبارونه چې د ډېرو مشري یې مېرمنې کوي، اوس پاکه انرژي کاروي. یو این ډي پي زیاته کړې، چې د دغو پروژو په پایله کې څه باندې دوو میلیونو مېرمنو پاکې، خوندي او پایداره انرژۍ ته لاسرسی پیدا کړی دی.



































