د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرمېک کوشربایف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې د وروستیو زلزلو له امله له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، چې قزاقستان به کابل ته د درملو او بشري مرستو یوه جوپه، او له هغې سره د ډاکټرانو ډله واستوي. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه هېواد سږ کال افغانستان ته ۳.۷ زره ټنه بشري مرسته هم لېږلې ده.

































