د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د غزني ولایت د زرکشانو د پوليمیتال کان د اکتشاف، استخراج او پروسس تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی. بدري ویلي، چې د ا.ا له راتګ وروسته دغه وزارت هڅه کړې څو له مسلکي او وړتیا لرونکو شرکتونو سره د کانونو د معیاري کیندنې او پروسس هوکړې وکړي. د هغه په وینا، د زرکشانو دا کان ۲۴۰ کیلومتره مربع مساحت لري او تړون یې د بشپړې روڼتیا او اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه لاسلیک شوی، ترڅو د کانونو د استخراج او تړونونو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

































