د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل د دوو ولسوالیو په ښوونځيو کې یې ډيجيټلي مرکزونو پرانېستلي دي. یاد بنسټ ویلي، چې دا مرکزونه د ستالف او موسهي ولسوالیو په ښوونځیو کې جوړ شوي دي. دغه سازمان ویلي چې دا مرکزونه په کمپيوټر، روزل شویو ښوونکو، ځانګړي ښوونیز نصاب او انټرنېټ سمبال دي چې موخه یې زدهکوونکو په ځانګړې توګه نجونو ته د غوره ښوونیزو فرصتونو برابرول دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې د دغو ښوونځیو اړتیا وړ برېښنا لمریزه ده چې په «افغانستان کې د زدهکړو او روغتیا لپاره د دوامدارې انرژۍ خدمات» په نوم پروژې له لارې برابره شوې ده.



































