د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمتالله نجیب په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د پاکستان مرکچي پلاوي له افغان پلاوي غوښتي و، څو د ا.ا مشرتابه په پاکستان کې د روان جنګ د ناروا بللو فتوا صادره کړي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د ا.ا پلاوي په ځواب کې ویلي، په پاکستان د جنګ روا او نه روا بلل موږ خپل حق نه بولو، ځکه دا موږ پورې اړه نه لري. هغه څرګنده کړې، چې د ا.ا دارالافتاء خپلواکه اداره ده او د شرعي احکامو پر اساس فتواوې ورکوي، نو هیڅوک نشي کولای دوی ته امر وکړي چې فتوا صادره کړي.



































