د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په علیاتو کلي کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د «علیاتو شغله ښوونځي» نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د جاغوري د پوهنې امر بسمالله حمید وایي، دغه ودانۍ ۲۳ درسي خونې، یو تالار، کتابتون، کمپیوټر لابراتوار او د ازموینو خونې لري، چې له دې سره به شاوخوا ۶۰۰ زدهکوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي. د سیمې اوسېدونکو دا کار د پوهنې په برخه کې یو مهم ګام بللی او ویلي یې دي، چې له دې مخکې زدهکوونکو په ازاده فضا کې او ځینو يې تر خېمو لاندې زدهکړې کولې.



































