د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي نجیب الله حیات حقاني، په کابل کې د جاپان له سفیر کینیچي ماساموتو او مل پلاوي سره کتلي دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې کینیچي ماساموتو ویلي، د افغانستان هر اړخیزې خپلواکۍ ته درناوی لري او هڅې کوي، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړی و اوسېږي. نوموړي د ښاري پراختیا برخه کې یادونه کړې، چې خپلې مرستې د نړیوالو ادارو او موسسو له لوري ترسره کوي او دغې چارې ته به دوام ورکړي. په ورته مهال د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د افغانستان او جاپان ترمنځ د اړیکو تاریخي مخینې یادونه کړې او له امله یې د مثبتو تګلارو او د جاپان له مرستو خوښي څرګنده کړې ده.



































