اقتصادي مرستیالۍ خبر ورکړی، چې ملا عبدالغني برادر اخوند د پارندې برېښنا بند د پرانیستې په موخه پنجشېر ولایت ته په سفر تللی دی. اقتصادي مرستیال د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په یاد ولایت کې د رامنځته شویو بدلونونو او پرمختګونو ستاینه کړې ده. دغه راز د پنجشېر په مرکز بازارک کې د پارندې بند چې د ۴ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري، نن د ملا عبدالغني برادر او د افغانستان برېښنا شرکت د مسولینو له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي. د پنجشېر ولایت ځایي چارواکي دغه برېښنا بند د یاد ولایت د خلکو او صنعت لپاره د دوامدارې برېښنا برابرولو، کرنې او سوداګرۍ د ودې په برخه کې مهم ګام بولي.



































