د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو په برخه کې د ترکیې د هڅو قدرداني کړې ده. عراقچي ویلي چې تهران د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمن دی او هر ډول همکارۍ ته چمتووالی لري. هاکان فیدان هم د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید د ګډې سولې او ثبات د خوندي ساتلو لپاره زیات تمرکز او همکاري ولري، ځکه چې د سیمې امنیتي وضعیت یو له بل سره تړلی دی.



































