د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، چې له تورخم ښارګوټي څخه پاکستان ته صادرېدونکې مېوې او سبزيجات بېرته را وګرځول شول او په هېواد کې ورته په مناسبه بيه د پلور زمینه برابره شوې ده. د ولایت مقام د رسنیو دفتر په وینا، د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی د جلالاباد ښار په مېوو منډوي کې له سوداګرو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې هم په کور دننه او هم بهر کې به د مناسب مارکیټ برابرولو لپاره لازمې هڅې کېږي.



































