قزاقستان د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته ۱۸ ټنه بشردوستانه مرسته لېږلې ده. په دغو مرستو کې، چې درمل، طبي وسايل، کمپلې، بالښتونه او د ژمي خيمې پکې شاملې دي، تېر ماښام افغانستان ته راورسېده. د چارواکو په خبره دغه مرسته د دواړو هېوادونو د بشردوستانه همکاريو په چوکاټ کې شوې او موخه يې د وروستيو زلزلو ځپلو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا ده.



































