د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي، چې د افغانستان له فعال ګډون پرته د مرکزي اسیا تلپاتې پرمختګ امکان نه لري. نوموړي وړاندیز کړی چې افغانستان دې د مرکزي او سویلي اسیا په نښلوونکي پل بدل شي، د هغه په اند د افغان-ټرانس پروژه کولی شي سوداګري او سیمهییز اتصال پیاوړی کړي. د ازبکستان ولسمشر څرګنده کړې، چې سیمهییز هېوادونه باید په سیمهییزو او نړۍوالو بهیرونو کې د افغانستان دومداره ګډون په رسمیت وپېژني، تر څو د سیمې ثبات او پرمختګ پیاوړی شي.



































