د تاجکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی نن کابل ته رارسېدلی دی. باختر اژانس ته ځینو سرچینو ویلي، دغه پلاوي کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت، امنیتي ادارو او نورو مهمو بنسټونو استازي شامل دي. د خبر له مخې، د سفر موخه د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراخېدل دي. ټاکل شوې دغه پلاوی له افغان چارواکو سره د همکاریو، ګډو پروژو او سیمهییز تعامل په اړه مفصل بحثونه وکړي. سرچینې دا سفر د تاجکستان له لوري د تعامل بدلون بولي او تمه ده، چې د دوشنبې لپاره د افغان سفارت پر فعالیت او نورو تخنیکي مسایلو هم خبرې وشي.



































