د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) خبر ورکړی، چې د نړۍوالو مالي محدوديتونو له امله دوی نه شي کولای له ټولو افغان راستنېدونکو سره نغدي مرستې وکړي. د دې ادارې مرستې له دې وروسته يوازې هغو «زیانمنو راستنېدونکو» ته ورکول کېږي، چې د «پي او ار» کارټ لري. د کډوالو عالي کمېشنرۍ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نړۍوالو مالي ستونزو د بشري مرستو بهير اغېزمن کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، د جمعې له ورځې راهيسې افغان راستنېدونکو ته د نغدو مرستو ورکول محدود شوي دي.



































