د لغمان امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د میاخان کڅ په سیمه کې نن سهار څلور بجې یو ټوډي موټر د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله چپه شوی او اور یې اخیستی، چې له امله یې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون شپږ تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي. مسوولین وايي، د دغې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې څېړنه روانه ده.



































