د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د مرکزي اسیا هېوادونو د مشرانو اوومه غونډه کې ویلي چې د افغانستان وضعیت د سیمې پر امنیت او پایدار پرمختګ مستقیم اغېز لري او د ځانګړې پاملرنې وړ دی. هغه ټینګار کړی چې افغانستان باید په لویو بنسټیزو سیمهییزو پروژو کې شامل او د سیمې د سیاستونو په محور کې ځای ولري. میرضیایف همداراز ویلي چې د آمو سیند د اوبو د سرچینو د کارولو په اړه باید له افغانستان سره د خبرو او تفاهم له لارې ګډ تعامل وشي.



































