د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د هېواد په کچه یې د تېرې تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي، چې له مخې په دغه مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۷۴.۹ ميليونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت یو ملیارد او۱۶۸.۴ ميليونه ډالرو ته رسېږي. دغې ادارې زیاته کړې، چې د روان کال په وږي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۹٫۸ میلیونه ډالر و؛ چې په تلې میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د وږي میاشتې په پرتله ۴۵.۱ ميليونه ډالره زیاتوالی لري.




































