د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په لندن کې د افغان ماشومانو د تغذیې لپاره د محلي حل لارو د ارزونې په اړه یوه ناسته ترسره شوې ده. په لیکلي بیان کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د خصوصي سکتور، ملګرو ملتونو، مرستندویه بنسټونو او نړیوالو مالي موسسو استازي راټول شوي وو او د افغان ماشومانو د لومړنیو خوراکي اړتیاوو د ښه کولو لپاره یې پر محلي حل لارو بحث کړی دی. یاد بنسټ زیاته کړې چې وړاندیز شوې حل لارې به د ماشومانو په کورنۍ تغذیې کې د مېندو ځواک او رول پیاوړی کړي. په غونډه کې ټینګار شوی چې د کورنیو تولیدونکو له خوا د سالمو، مغذي او ارزانه خوړو تولید او وړاندې کول به د افغان ماشومانو د تغذیې په ښه کولو کې مرسته وکړي.



































